ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

د کمېټو ورځنی کاري راپور

د پنجشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۱۲/۲۲ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۳/۲۹ هـ ل نېټې سره، سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال په اجباري توګه راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې (۱۱۵) کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو (۵۸۰) تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه (۸۸) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۴۴۴) تنه و، بیلابیلو ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۳۶۷۲۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۵۰) کورنیو سره مجموعًا (۱۱۹۲۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې (۳۳۳) کورنۍ په مؤقت ډول مېشتې کړل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

په تورخم کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۴۱۴) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې (۶۵) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۶۰) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۶۴) کورنیو سره مجموعًا (۵۷۲۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې (۵۴۰) خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې (۳۴۷) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو مهاجرینو ته (۶۷) عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۲۷۸) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۲۸۴) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز (۴۵۳) مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له نیمروز څخه (۱۵)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۷۰) تنه و، مختلفو ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوي او (۸۶۰۰۰) کرایه ورکول شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۲۶۴) کورنیو سره مجموعًا (۲۱۲۰۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

مخابرات: په ورېښمو لار کې مهاجرینو ته (۲۶۴) عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.

روغتیا: په ورېښمو لار کې (۸۱۱) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

پکتیکا

انګور اډه (ډیورنډ فرضي کرښه)

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

پکتیکا انګور اډې له لارې (۵) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۲) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له انګور اډې څخه (۵)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۵۱) تنه و، خپلو ولسوالیو ته په خوندي توګه لېږدول شوې او (۴۳۰۰) افغانۍ کرایه ورکول شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د پکیتکا انګور اډې کې راستنو شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

غذا: انګور اډه کې (۶۴) خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د پکتیکا انګور اډه کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې (۷۵۲) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۱۵۶) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۷۴۷) کورنیو سره مجموعًا (۵۸۷۸۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه (‍۶۱) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۲۲) تنه و،مختلفو ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۱۹۲۸۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي مهاجرین: (۱۲۱۵) کورنۍ او (۵۴۱۲) افراد

لېږدول شوي مهاجرین: (۱۵۵) کورنۍ او (۸۸۷) افراد

مرسته شوي مهاجرین: (۱۲۲۵) کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: (۷۴۵) عدده

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا