ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر: د هر اړمن او راستانه شوي هېوادوال لاس‌نیوی کېږي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر پخپل کاري دفتر کې د شینوارو له قومي مخورو سره وکتل.

راغلو قومي مشرانو او مخورو د اسلامي امارت د مشرانو لخوا د شوې همکارۍ له امله مننه کړې او په ننګرهار کې د مېشت شینوارو قوم یو شمېر وړاندېزونه او غوښتنې یې له ښاغلي وزیر سره شریکې کړې دي.

یادو قومي مخورو د ننګرهار په شینوارو ولسوالیو کې راستنو شویو هېوادوالو ته د استوګنې لپاره د ځمکې او نورې اړتیا وړ مرستې په یادولو سره ویلي، چې له پاکستان څخه راستانه شوي افغانان له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

مولوي عبدالکبیر راغلو قومي مخورو او مشرانو ته د ښه راغلاست تر څنګ ویلي، چې د اسلامي امارت ټولې چارې په پوره امانتدارۍ مخکې روانې دي او د هر اړمن او راستانه شوي هېوادوال لاس‌نیوی به کېږي.

نوموړي راغلو قومي مشرانو ته ډاډ ورکړی، چې پر وړاندېزونو به یې غور وشي او حل‌لارې به ورته ولټول شي.