د لوړو زدهکړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم کندهار ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د کندهار ابراهیم النخعي رحمه الله جامعې له رهبرۍ، استادانو او فاضلانو سره ناسته وکړه.
نوموړي د یادې جامعې له مسولینو او استادانو سره په ناسته کې د هغوی وړاندیزونه او غوښتنې اورېدلې او د ستونزو د حل ژمنه یې ورسره کړې ده.
ښاغلي ندیم د فاضلانو د مطالعې بهیر له نږدې کتلی، له هغوی سره یې په انفرادي ډول خبرې کړې او د لا زیاتو درسي اسانتیاوو برابرولو ډاډ یې ورکړی دی.

