ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ایرلیند، نیوزیلند او هالند د روغتيايي خدمتونو برخه کې له افغانستان سره ۱.۷ میلیونه يورو مرسته کوي

د افغاني سرې میاشتې ټولنې عمومي رییس شیخ شهاب‌الدین دلاور د افغانستان لپاره د سره صلیب نړیوال فدراسیون له مسول سمع الفخوري سره وکتل.

د افغاني سرې میاشتې عمومي رییس په دې کتنه د نړيوال فدراسیون د دوامداره بشري مرستو او مالي همکاریو مننه وکړه او اړمنو ناروغانو او راستنېدونکو کډوالو لپاره یې د لا زیاتو مرستو غوښتنه وکړه.

ورته مهال ښاغلي الفخوري ډاډ ورکړ، چې نږدې راتلونکې به ایرلینډ، نیوزیلنډ او هالنډ هېوادونه د روغتیايي خدمتونو د پراختیا برخه کې ۱.۷ میلیونه یورو مرسته وکړي.

نوموړي دغه راز ډاډ ورکړ، چې د لازیاتو بشري مرستو د جلب لپاره به د افغاني سرې میاشتې ټولنې عمومي رییس ته د جینوا د سفر زمېنه هم برابره کړي.