د امریکا وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې ویلي، چې تر اوسه په اسرائیلو کې د ایران د بریدونو له امله د ویجاړیو بیارغونې لګښت ۴۰۰ میلیونه ډالر اټکل شوی دی.
دې امریکایي ورځپاڼې لیکلي، چې د لومړنیو موندنو پر اساس د روانې جګړې له امله هر ورځ اسرائیلو ته سلګونه میلیونه ډالر اقتصادي زیان رسېږي.
ایران د صهیونیستي رژیم د تېرې جمعې ورځې د برید په غبرګون کې پر اسرائیلو ځوابي بریدونه پیل کړي، چې لا هم دوام لري.
سپاه پاسداران تېره شپه هم په اشغال شویو سیمو کې پر یو شمېر موخو بریدونه پيل کړل.
صدا او سیما خبري اژانس د سپاه پاسداران له قوله ویلي، چې ایران تېر ماښام په اشغال شویو سیمو کې پر یو شمېر موخو د توغندیو او بېپېلوټه الوتکو د ترکیبي بریدونو نوې څپه پیل کړه.
د سپاه پاسداران د اعلامیې له مخې، دا بریدونه د “وعده صادق ۳” عملیاتو د پېنځلسمې څپې په چوکاټ کې پیل شوي، چې په حیفا او تلابیب ښارونو کې نظامي موخې او د نظامي صنعت اړوند صنعتي مرکزونه پکې په نښه شوي دي.
په اعلاميه کې یادونه شوې، چې د دې بریدونو لپاره ۱۰۰ بېلابېل ډوله جنګي او انتحاري بېپیلوټه الوتکې د اشغال شویو سیمو پر لور استول شوې دي.
تازه ایراني رسنیو د اشغال شوي فلسطین په سویل کې د ایران د یوه بالستیک توغندي د لګېدو خبر هم ورکړی.
د راپور له مخې، دغه توغندی «بئرسبع» سیمه کې لګېدلی، چې له کبله یې پراخه اورلګېدنه رامنځته شوې ده.
په اسرائیلو کې د ایران د بریدونو له امله ګڼې ویجاړۍ رامنځته شوې او سلګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

