ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د مالیزیا له ځانګړي استازي سره د مولوي امیرخان متقي لیدنه؛ د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار شوی

د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر محترم مولوي امیرخان متقي سره د افغانستان لپاره د مالېزیا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ښاغلي احمد اعظم عبدالرحمن لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د مالېزیا ځانګړي استازي د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د مالېزیا د بهرنیو چارو وزیر له ځانګړي پيغام سره افغانستان ته راغلی یم او هیله لرم، چې د دې پیغام پر مټ به د دواړو هېوادونو اړيکې د پخوا په پرتله لا پراختیا ومومي.

نوموړي زیاته کړې، چې له کابل څخه به هم د اړیکو او همکاریو د پراختیا پیغام له ځان سره وړم.

مولوي امیرخان متقي ښاغلي احمد اعظم عبدالرحمن ته د دې نوې دندې د مبارکي تر څنګ هیله څرګنده کړې، چې شخصاً تاسو به د دې اړیکو په پراختیا کې رغنده رول ولوبوئ.

نوموړي زیاته کړې، چې ستاسې د بهرنیو چارو د وزیر پیغام مونږ ته ډېر د اهمیت وړ دی او باور لرم. چې د دواړو هېوادونو د اړیکو په لا پياوړتیا کې به ګټور ثابت شي.

ښاغلي متقي ویلي، چې د دواړو هېوادونو د سوداګرو تګ راتګ او افغانستان کې پانګونې ته ښه فرصتونه شته چې باید ورڅخه ګټوره استفاده وشي.

په پای کې دواړو لوریو د اړیکو په پراختیا او د همکاریو په پیاوړتیا ټينګار کړی دی.