ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي د چين-سويلي اسيا په نهم نړيوال نندارتون کې ګډون او وینا وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي چين ته د خپل رسمي سفر پر مهال د چين-سويلي اسيا په نهم نړيوال نندارتون (CSA) کې، چې په کونمينګ ښار کې جوړ شوی و، ګډون او وینا وکړه.

په دې نندارتون کې، چې د بېلابېلو هېوادونو چارواکو او استازو برخه پکې اخيستې وه، د رياست الوزرا اداري مرستيال د خپلې وينا پر مهال د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي د بللو له امله د چين دولت څخه مننه کړې او په دې نندارتون کې ګډون او د ياد هېواد له چارواکو سره ليدنې يې د دواړو هیوادونو ترمنځ د تاريخي او دوستانه اړيکو نښه یاده کړې ده.

مولوي عبدالسلام حنفي په دې بيانولو سره چې د چين-سويلي اسيا نندارتون د سيمې هېوادونو تر منځ د اقتصادي، فرهنګي او سياسي همکاريو د پراختيا لپاره يو مهم فرصت دی ویلي، چې د چين ولسي جمهوریت د نړۍ د يو اقتصادي ځواک په توګه د «يو کمربند، يوه لار» په څېر نوښتونو له لارې د سيمې هېوادونو د ودې او پراختيا لپاره ښه زمینه برابره کړې ده.

ښاغلي حنفي ټينګار کړی، چې افغانستان له چين او د سويلي اسيا له هېوادونو سره د کانونو استخراج، انرژي، ترانزيټ، ټکنالوژي او سوداګرۍ په برخو کې د همکاريو پراختيا ته لېواله دی او په سيمه کې د ځانګړي موقعیت په لرلو سره زموږ هېواد کولای شي د مرکزي، سويلي او ختيځې اسيا ترمنځ د نښلوونکي پُل په توګه مهم رول ولوبوي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د خپلې وينا په يوه برخه کې عمومي بښنه، د سراسري امنيت تأمين، له نشه‌يي توکو سره مبارزه او د لويو انکشافي او زېربنايي پروژو تطبيق د اسلامي امارت د مهمو لاسته راوړنو په توګه یاد کړي دي.

نوموړي همداراز ټينګار کړی، چې افغانستان هېڅ فرد يا ډلې ته اجازه نه ورکوي چې له دې خاورې څخه چاته ګواښ پېښ کړي، د هېڅ هېواد په داخلي چارو کې مداخله نه کوي او له نورو هېوادونو څخه هم د ورته عمل غوښتنه کوي.

په پای کې د رياست الوزرا اداري مرستيال هيله ښودلې، چې د چين-سويلي اسيا نندارتون به د سيمې او نړۍ د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړيکو د لا زياتې پراختيا او پياوړتيا لامل وګرځي.