ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د رياست الوزرا اداري مرستيال د چين ولسي جمهوریت له چارواکو او پانګه‌والو سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال او مل پلاوي چين ته له رسېدو او د چارواکو لخوا له تود هرکلي وروسته، پرون ماسپښين د چین ولسي جمهوریت د ملي کنګرې دايمي کمېټې مرستيال وانګ دونګ مېنګ، د بهرنيو چارو وزارت مرستيال سون ويدونګ او د ياد هېواد له يو شمېر پانګه‌والو سره جلا جلا وکتل.

په دې لیدنو کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدين عزيزي او د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ډاکتر محمد نعيم هم حضور درلود.

په پيل کې مولوي عبدالسلام حنفي د چينايي چارواکو له لوري د افغانستان اسلامي امارت د پلاوي بللو او له افغانستان سره د دې هېواد د مرستو مننه کړې ده.

ښاغلي وانګ دونګ مېنګ په بېلابېلو برخو کې د افغانستان اسلامي امارت د لاسته راوړنو يادونه کړې او ویلي یې دي، چې چين او افغانستان د دوو ښو ګاونډيو په توګه پخپل منځ کې هېڅ ستونزه نه لري او هيله يې ښودلې، چې دوه اړخیزه اړيکي تر بل هر وخت پراخې او پياوړې شي.

نوموړي د چين-سويلي اسيا نندارتون پرانېستې ته په اشارې ویلي، چې دا نندراتون به د افغانستان لپاره هم ډېرې اقتصادي ګټې ولري.

مولوي عبدالسلام حنفي په دې بيانولو سره، چې اسلامي امارت د «يو کمربند، يوه لار» لويې پروژې ملاتړ کوي، ویلي، هيله لرو چې په مختلفو برخو کې د دواړو هېوادونو همکاري پراخه او پياوړې شي.

د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت مرستيال د افغانستان او چين د دوه اړخیزه اړیکو يادونه کړې او په افغانستان کې يې د چين لويې پروژې له مهمو او د دواړو هېوادونو لپاره له ډېرو ګټورو پروژو څخه يادې کړې دي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال د افغانستان او چين تر منځ د سياسي، اقتصادي او فرهنګي اړيکو پر پراختيا د ټينګار تر څنګ ویلي، ښې او دوستانه اړيکي د دواړو لوريو تر منځ د ګټو او تعامل پر اساس پر مخ تللی شي.

همداراز د افغانستان اسلامي امارت له پلاوي سره په جلا ليدنه کې چينايي پانګه‌والو د افغانستان په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې او په دې برخه کې يې د افغانستان اسلامي امارت څخه د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

مولوي عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د پانګونې ښو فرصتونو ته په اشارې ټولو بهرنيو، کورنيو او په ځانګړي ډول چينايي سوداګرو او پانګه‌والو ته د افغانستان اسلامي امارت لخوا د اړینو اسانتیاوو برابرولو ډاډ ورکړی دی.