پر اشغال شویو سیمو د ایران د هوايي او توغندیزو بریدونو له دوام سره هممهاله د صهیونیستي رژیم لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ویلي، چې اسرائیلو ته ډېر او دردوونکي زیانونه اوښتي دي.
دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې اسرائیلي چارواکو د ایران د بریدونو له امله د اوښتو ځاني او مالي زیانونو په اړه د اطلاعاتو له خپرولو ډډه کړې ده.
دغه راز صهیونیستي رژیم په اشغال شویو سیمو کې پر کورنیو او نړیوالو رسنیو بندیزونه لګولي دي.
پر اسرائیلو د ایران توغندیز بریدونه لا هم دوام لري او تېره شپه یې په لومړي ځل پر اشغال شویو سیمو د ‘سجیل’ په نوم دوه زره کیلو متري توغندي توغولي دي.
سپاه پاسداران په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د صهیونیستي رژیم دفاعي سیسټم د تېرو څو توغندیزو بریدونو له امله ټوټه ټوټه شوی او اوس د اشغال شوې هوایي فضا اسمان د ایران د بېپیلوټه الوتکو او توغندیزو بریدونو ته خلاص دی.
د راپورونو له مخې د ایران په بریدونو کې سلګونه اسرائیلیانو ته مرګژوبله اوښتې او ګڼ بنسټونه تخریب شوي دي.

