ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

افغان پلاوي د روسیې ۲۰۲۵ اقتصادي کنفرانس کې ګډون کړی

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ یو لوړپوړي پلاوي د روسیې ۲۰۲۵ اقتصادي کنفرانس او نندارتون کې، چې د سنت پترزبورګ ښار کې جوړ شوی، ګډون کړی دی.

یاد کنفرانس د جون له ۱۸مې تر ۲۱مې نېټې د ۱۴۰ هېوادونو په ګډون ترسره کېږي، چې پکې د اقتصاد، چاپېریال، کرنې، صنعت او پانګونې پر موضوعاتو بحثونه کېږي.

ټاکل شوې ده، چې ښاغلی عمري به په دغه کنفرانس کې د اسلامي امارت اقتصادي لیدلوری له نړیوالو ګډونوالو سره شریک کړي.

یاد پلاوی د ۱۴۰۴ کال د غبرګولي په ۲۶مه نېټه روسیې ته سفر کړی و، چې پکې د کرنې، اقتصاد، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو لوړپوړي چارواکي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې استازي او یو شمېر افغان سوداګر او پانګه‌وال شامل وو.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان د پلاوي فعال ګډون په دې کنفرانس کې د اقتصادي اړیکو پراخولو، د پانګونې فرصتونو د معرفي، او په بېلابېلو برخو، په ځانګړې توګه کرنه، صنعت، سوداګرۍ او دوامداره پراختیا کې د نړیوالو همکاریو د جلب په برخه کې یو اغېزناک ګام بلل کېږي.