د ایران سپاه پاسداران ځواک خبر ورکړی، چې تېره شپه پر اسرائیلو د ایران دولسم پړاو بریدونه د «سجیل» بالستیک توغندیو پر توغول پیل شول.
ایران وايي، چې دا ۲۰۰۰ کیلومټره واټن وهوونکي توغندي یې په لومړي ځل پر اسرائیلو (اشغالي فلسطین) کارولي دي.
د ایران سپاه پاسداران ځواک اسرائیلي وګړو ته د ګواښ په ډول ویلي، چې د سپاه هوايي ځواک تندر توغندي به تاسو ته دا اجازه در نه کړي، چې یوه شېبه هم له ځمکې لاندې پټنځایونو څخه بهر ژوند وکړئ.
د سپاه پاسداران خبرپاڼه کې اسرائیلي وګړو باندې غږ شوی:« چې یا باید د پناهځایونو په جهنمي ژوند کې ورو ورو مرګ وټاکئ او یا له خپلو نیول شویو سیمو، چې ستاسو نېکونو غصب کړې دي، سملاسي وتښتئ، ښایي ژوندي پاتې شئ».
د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د صهیونیستي رژیم یوه چارواکي د تېرې شپې پر مهال اعتراف کړی، چې د ایران له لوري په وروستي بریدونو کې توغول شوي توغندي بېساري وو.
دغه اسراییلي چارواکي پوځ ته ویلي، هغه توغندي چې ایران په وروستیو بریدونو کې پر اسرائیلو توغولي، د ډول، وزن او چاودېدونکو توکو له پلوه بشپړ استثنایي وو.

