د افغانستان فوټبال ۲۳ کلنه لوبډله د مرکزي اسیا په غوراوي سیالیو کې د ګډون په موخه له تاجکستان څخه اوزبکستان ته ولاړه.
په دې سیالیو کې افغانستان نن خپله لومړۍ لوبه له اوزبکستان، دویمه د سېپټمبر پر ۹مه له ایران او درېیمه د همدې میاشتې پر ۱۲مه له هانګکانګ سره ترسره کوي.
له دې وړاندې په مرکزي اسیا سیالیو کې د افغانستان ۱۷ کلنې ملي فوټبال لوبډلې هم برخه اخیستې وه، چې د درېیم مقام په ګټلو سره یې د برونزو مډال خپل کړ.

