ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اسلامي همکاریو سازمان پلاوی: اسلامي امارت په بېلا بېلو برخو کې د پام وړ لاسته راوړنې لري

د کورنيو چارو سرپرست وزیر خليفه سراج الدين حقاني هېواد ته د اسلامي همکاريو سازمان له راغلي پلاوي سره لیدنه کړې.

په دې ليدنه کې د اسلامي همکاريو سازمان غړو، هېواد کې د امنيت او ثبات ستاينه کړې او ویلي یې دي، چې اسلامي امارت د دوو کلونو په اوږدو کې د سرتاسري امنيت پر ټينګښت سربېره بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګونه کړي دي.

د ياد سازمان د غړو په وينا؛ اسلامي امارت د غوره پولي سیاست په اعمالولو سره د افغانۍ ثبات ساتلی، د خوارجو او جنايي پېښو مخنيوی او دغه راز له مخدره توکو سره بريالۍ مبارزه کړې او دغه سازمان سره کړې ګڼې ژمنې يې عملي کړې دي.

ياد پلاوي د مېرمنو د حقونو په برخه کې د اسلامي امارت د ځينو فرمانونو ستاينه کړې او په وينا يې يادو فرمانونو د ميراث او بدو کې د ورکړې په برخه کې په مېرمنو د ظلم او زياتي مخنيوی کړی دی.

دغه پلاوي هېواد ته د راتګ موخه د اسلامي هېوادونو تر منځ د همکاريو دوام او د اسلامي امارت له چارواکو سره د ګډ احساس لرل ياد کړي.

خليفه صاحب ياد پلاوي ته د راتګ د هرکلي ترڅنګ د اسلامي همکاريو سازمان له ښه نيت څخه مننه کړې او ویلي یې دي، چې افغانستان د هرې ورځې په تېرېدو سره د پرمختګ لوري ته ګامونه اوچتوي.

نوموړي زیاته کړې، چې تعليم د مسلمانانو شريکه اړتيا ده او له راغلي پلاوي يې غوښتي، چې دې برخه کې له زغم او حوصلې کار واخلي، د نجونو تعلیم زمونږ د ټولنې اړتیا ده چې له شرايطو سره سم به دغه ستونزه هوارېږي.

ښاغلي حقاني دغه راز ویلي؛ اسلامي امارت چې په کومه بڼه نړۍ ته تشرېح شوی، هسې نه بلکې په خبره يې افغانان له خير او تعامل څخه ډک خلک دي.

په پای کې ښاغلي وزير ډاډ ورکړی، چې د هرې مشروع نيمګړتيا د حل په موخه به خپلې هڅې جاري و ساتي.