د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني کاپیسا ولایت ته د سړکونو د ارزونې په موخه سفر کړی.
په دې سفر کې د کاپیسا والي قاری احسان الله بریال، سیمهییزو چارواکو او تخنیکي انجنیرانو د نوموړي ملتیا کوله.
ملا محمد عیسی ثاني د یاد ولایت د تګاب، نجراب او الهسای ولسوالیو د هغو سړکونو څخه لیدنه کړې، چې خلک یې د تګ راتګ پر مهال له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
نوموړي د یادو ولسوالیو اوسېدونکو ته ډاډ ورکړی، د ځینو سړکونو د رغونې او بیارغونې چارې د روان کال په پلان کې شاملې دی، چې په نږدې ورځو کې به داوطلبۍ ته وړاندې او له تدارکاتي پروسې وروسته به یې عملاً چارې پیل شي.
د دې سړکونو په رغولو سره به د ځايي خلکو ستونزې تر ډېره حل شي او په اساني به د ولایت مرکز ته تګ او راتګ کوي.

