د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت ویاند حکمتالله اصفي وایي، چې د افغانستان له فضایي حریم څخه تېرېدونکې الوتنې زیاتې شوې دي.
نوموړی زیاتوي، چې د افغانستان فضا اوس تر ټولو امنه ده او ټول ملکي نړیوال هوايي شرکتونه ګټه ترې پورته کولای شي.
ښاغلی اصفي ډاډ ورکوي، چې د هېواد د پینځو نړیوالو هوايي ډګرونو په ګډون ۲۷ هوايي ډګرونه فعال دي او هره ورځ په عادي توګه کورنۍ او بهرنۍ الوتنې ترې کېږي.
دچارو شنونکي وايي، چې د افغانستان له فضا څخه الوتنې د هېواد د اقتصادي ودې په موخه ګټورې دي اوپه وینا یې د اسلامي امارت په راتګ سره د افغانستان فضا تر بل هر وخت ډاډمنه شوې ده.
د یادونې وړ ده، چې د اسرائیلو او ایران تر منځ له وروستیو نښتو وروسته د ایران په ګډون د ګڼو هیوادونو هوايي حریمونه تړل شوي او ډیری ملکي هوايي شرکتونو د افغانستان فضا ته مخه کړې ده.

