د کابل ښاروالۍ مسولین وایي، روان ۱۴۰۴ کال یې د کابل ښار لپاره د خپلې پراختیایي بودیجې پر مټ ۲۵۸ بېلابېلې پروژې پلان کړې، چې ډېری یې د سړک جوړونې په برخه کې دي او له پلان سره سم به یې پلې کړي.
کابل ښاریان د ښاروالۍ کارونه ستايي او وايي، چې د ښار په نظم کې یې مهم رول لوبولی دی.
دوی له نورو ښاریانو غواړي، چې د ښاري نظم په برخه کې له ښاروالي سره همکار واوسي.
د مسولینو په وینا، اوسمهال د کابل ښار په کچه کڼ شمېر پراختیایي پروژې تر کار لاندې دي، چې په نږدې راتلونکې کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

