ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

پر اسرائیلي رژیم د ایران د توغندیزو بریدونو دوام؛ د وسلو جوړولو ستره کارخونه هم په نښه شوې

تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی، چې ایران د صهیونیستي رژیم پر ضد د توغندیو په نوې څپه کې بېلابېلې سیمې په نښه کړې او په اشغال شویو سیمو کې د خطر زنګونه غږول شوي دي.

د یاد خبري اژانس په وینا، د ایران په تازه بریدونو کې د صیهونیستي رژیم د “رافایل” په نوم د وسلو جوړونې ستره کارخونه هم په نښه شوې ده.

ایران پرله‌پسې درې شپې په تل‌ابیب او نورو اشغال شویو سیمو توغندیز بریدونه کړي، چې له امله یې اسرائیلو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.

د راپورونو پر بنسټ؛ په تازه بریدونو کې یې د اسرائیلو د نظامي تجهیزاتو تولیدي او د نفتو د تصفیې کارخونې هم په نښه شوي دي.

د ټولنیزو رسنیو په خپرو شویو انځورونو کې ښکاري، چې په اشغال شویو سیمو کې اور لګېدلی او پراخې ویجاړۍ رامنځته شوې دي.