د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني یو ځل بیا د یووالي او ملي او اسلامي ارزښتونو پر ساتنه ټینګار کړی دی.
نوموړي د لوی اختر په درېیو ورځو کې د اسلامي امارت له ګڼ شمېر وزیرانو، د بېلابېلو وزارتونو له مرستیالانو، واليانو، امنیه قومندانانو او د سوداګرۍ سکټور له استازو سره د لیدنې پر مهال ټینګار کړی، چې افغانان باید اسلامي او ملي ګټو ته ژمن پاتې شي.
یادو چارواکو له ښاغلي حقاني سره په لیدنه کې ویلي، چې د اسلامي امارت له بيا حاکمیت وروسته ټول اخترونه د خوندي امنیت په فضا کې نمانځل شوي او دا د اسلامي امارت د هڅو څرګند ثبوت دی.
له دې وړاندې هم هېوادوالو ویلي وو، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهېسې اخترونه د خوښۍ په فضا کې نمانځي او دا ځل یې هم په پوره سکون او پرته له کومې امنیتي پېښې لوی اختر ونمانځه.

