د ۱۴۰۲ کال کانکور ازموینې پایلې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې اعلان شوې.
په دې مراسمو کې د رییس الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وايي؛ هېواد کې د پخوا په پرتله د تعلیم او تحصیل ښه زمينه برابره شوې او اسلامي امارت ژمن دى، چې ځوانانو ته د ښې زده کړې او کار زمینه برابره کړي.
د چارو ادارې لوی رییس شیخ نورالحق انور وايي، چې د هېواد راتلونکې د ځوانانو په لاس کې ده، نو ځوانان باید د هېواد د پرمختګ لپاره لا زیات کار او خدمت وکړي.
د ازموینو ملي ادارې رییس شیخ عبدالباقي حقاني وايي، چې تېر کال د کانکور ۴۰ زره او ۸۳۹ ګډونوال امارتي پوهنتونونو ته جذب شوي وو او سږ کال ۴۴زره او ۳۳۶ امارتي پوهنتونونو ته جذبیږي چې د تېر کال په پرتله ۳زره او ۴۹۷ کسان زیات دي.
سږ کال د کانکور پایلې په پینځه کټګوریو عالیه، خامسه، مدرسه، نیمه لوړې زده کړې او عمومي کانکور څانګو کې اعلان شوې.
محمود د عبدالجمیل زوی د ۳۵۹.۱۶ نومورو په اخیستلو سره د ۱۴۰۲ کال کانکور ازموینې عمومي اول نومره اعلان شو.
نوموړی د کابل ابوعلي سینا طبي پوهنتون عمومي څانګې ته بریالی شوی دی.
عباس د محمد غني زوی له کابل څخه د ۳۵۷.۴۷ نومرو په اخیستلو سره دویم نومره اعلان شو.
عباس هم د کابل ابوعلي سینا طبي پوهنتون عمومي څانګې ته بریالی شوی دی.
عبدالباعث د محمد نذیر زوی له کابل څخه د ۳۵۵.۷۹ نومرو په اخیستلو سره درېیم نومره شو.
نوموړی هم د کابل ابوعلي سینا طبي پوهنتون عمومي څانګې ته بریالی شوی دی.
په نیمه زده کړو کې لعلزرین کونړی، په مدرسه کې سید طیب هراتی، په عالیه کې محمد طه وردګ او په خامسه څانګه کې بیا سید عبد الله نیمروزی عمومي اول نومرګان اعلان شول.
د یادولو وړ ده، چې سږ کال کانکور ازموینه کې هېڅوک نه دي ناکام شوي.

