د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن دوشنبه د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره لیدنه کوي.
ویل کېږي چې په دې لیدنه کې به د روسیې ولسمشر وهڅول شي، تر څو د تورې بحیرې د غلو دانو په تړون کې بیا شامل شي.
دا تړون مسکو په تېره جولای میاشت کې مات کړ.
کرملین شپږ اوونۍ وړاندې د یاد تړون له بیا نوي کولو ډډه وکړه.
یاد تړون د ملګرو ملتونو او ترکیې په منځګړیتوب د ۲۰۲۲ په جولای میاشت کې لاسلیک شو، چې پر اساس یې نږدې ۳۳ میلیونه میټریک ټنه غلو دانو او نورو توکو ته د اوکراین له درېیو بندرونو د وتلو اجازه ورکړل شوه.
روسیه وروسته له دې تړون ووتله او ادعا یې وکړه، چې د روسیې د خوراکي توکو او سرې صادراتو پر وړاندې د خنډونو لرې کولو ژمنه شوې موازي تړون ته درناوی نه دی شوی.
پوتین او اردوغان دوه هغه مشران دي، چې له دوو لسیزو راهیسې په واک کې دي او ویل کېږي، چې نږدې اړیکې لري.

