ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

افغان کرېکټ لوبډله څرنګه څلورو غوره لوبډلو ته لاره پیدا کولای شي؟

تېره ورځ ( د وږي ۱۲مه ) د اسیا جام سیالیو په څلورمه او د افغانستان لومړۍ لوبه کې بنګله‌دېش افغان کرېکټ ملي لوبډلې ته ماته ورکړه.
دغه لوبه د وږي میاشتې پر ۱۲مه نېټه د لاهور په قذافي سټوډیم کې وشوه.

په دې لوبه کې بنګله‌دېش د لوبې پچه وګټله او خپله یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

بنګله‌دېش په ټاکلیو ۵۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوزېدو ټوالټال ۳۳۴ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې ۳۳۵ منډې هدف وټاکه. بنګله‌دېش لپاره مهدي حسن میراز ۱۱۲ او نجم الحسن شانټو ۱۰۴ تېزې منډې وکړې.

بل پلو افغانستان لوري ته بیا مجیب الرحمان د ۶۲ منډو په بدل کې یوه ویکټ او ګلبدین نایب د ۵۸ منډو په بدل کې یوه ویکټ ترلاسه کړه.
افغانستان پخپل نوبت کې که څه هم د رحمان الله ګربز ویکټ په لومړیو شیبو کې لاړه، خو د ابراهیم ځداران او رحمت شاه ګډې ملګرتیا لوبه تر مساوي لېوله ورسوله.

دغه لوبغاړو تر ۱۷ اوره پورې ۷۹ منډې جوړې کړې، خو دلته رحمت شاه ملګرتیا پرې کړه.

درېیم کس لوبډلمشر حشمت الله و، چې له ابراهیم سره یې ګډه توپوهنه پیل کړه؛ خو دا ځل په ۲۷ اور کې ابراهیم د ۷۲ منډو په جوړولو سره ډګر پرېښود.

له دې وروسته نجیب الله په ۱۷ منډو، ګلبدین په ۱۵ منډو، محمد نبي په ۳، کریم جنت په یوه، راشد خان په ۲۴ او مجیب الرحمان په ۴ منډو خپلې ویکټې له لاسه ورکړې.

افغانستان د ټولو لوبغاړو په سوزېدو سره ۲۴۵ منډې وکړې او لوبه یې د ۸۹ منډو په توپیر وبایلله.
بنګله‌دېش په دې سیالیو کې دا دویمه لوبه وه. دغه لوبډلې لومړۍ لوبه په سریلانکا بایللې وه.
اوس افغانستان ته یو چانس شته، چې څلور غوره لوبډلو ته لار ومومي.

که سریلانکا د لوبې پچه وګټي او د توپوهنې پرېکړه وکړي، افغانستان باید ټاکل شوی هدف په ۳۶ اورونو کې پوره کړي او برعکس که افغانستان هدف وټاکي، باید د ۷۰ منډو په توپیر یې وګټي.

روزي خان خپلواک