ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت د افغانستان رغولو ته ژمن دی

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د نیکمرغه لوی اختر په درېیمه د اسلامي امارت د یو شمېر ملکي او پوځي چارواکو په شمول له ګڼ شمېر علماوو او عامو هېوادوالو سره وکتل.

د لیدنو په لړ کې راغلو علمای کرامو، قومي مخورو، مجاهدینو او عامو هېوادوالو په بشپړه امنه فضأ کې د لوی اختر پر نمانځلو خوښي څرګنده کړې او له څو لسیزو وروسته یې د اسلامي امارت په واکمنۍ اوسنی امن د افغان ولس لویه لاسته رواړنه بللې ده.

په دې ناستو کې حاضرو علمای کرامو او مخورو د ولس او اسلامي امارت د مشرانو تر منځ د لا ډېرو لیدنو یادونه کړې او همدارنګه د ځینو مسائلو په هکله یې خپلې سلا مشورې له مولوي عبدالکبیر سره شریکې کړې دي.

مولوي عبدالکبیر راغلو چارواکو، علمای کرامو، قومي مخورو او حاضرینو ته د نیکمرغه لوی اختر مبارکي ویلې او له اسلامي نظام سره یې د ولس همکاري خورا ګټوره بللې ده.

نوموړي ویلي، چې اسلامي امارت د افغانستان رغولو ته ژمن دی او له هرې ممکنې لارې د ولس د ستونزو حل او خلکو ته د خدماتو د وړاندې کولو هڅې کوي.

د کډوالو وزیر ټینګار کړی، چې هېوادوال په جرات خپل وړاندېزونه او غوښتنې له حکومت سره شریکولای شي.