ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي: اسلامي امارت د اسلامي اصولو او ارزښتونو په چوکاټ کې د بیان ازادي ته ژمن دی

د ریاست الوزرا اداري مرستیال ملت ته د دولت د معلوماتو ورکولو پروسې د پای ته رسېدو مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې ملت ته د دولت حساب ورکولو پروسې د پای ته رسېدو مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.

دا مراسم د روان کال اسد میاشتې په لومړۍ نېټه پیل او په ۳۱مه یې پای ته ورسېدل.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال په دې مراسمو کې ویلي، چې ملت ته د دولت حساب ورکول یو اصل دی او مسولین مکلف دي، چې د خپلو کړنو په اړه ملت ته معلومات ورکړي.

نوموړي زیاته کړې؛ دې پروسه کې د ۴۲ وزارتونو او امارتي ادارو مسوولینو ګډون کړی او د خپلو اړوندو ادارو د یو کلنو فعالیتونو او کړنو راپور یې له رسنیو او ملت سره شریک کړی، چې د لسګونه کورنیو او بین المللي رسنیو له لوري خپاره شول او په ښه ډول یې هرکلی وشو.

د ښاغلي حنفي په وینا؛ د اسلامي نظام تر سیوري لاندې په ټولو برخو کې د ټولو انسانانو حقونه خوندي دي، هېڅوک د سپکاوي حق نه لري او د هېچا پر شخصي ملکیت او ناموس تېری نشي کولای او د غیرې مسلمانانو ابرو، حیثیت، شتمني او عبادتځایونه هم خوندي دي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي، چې اسلامي امارت د بیان ازادۍ ته ژمن دی، په هغه ډول چې دغه ازادي د اسلامي اصولو او ارزښتونو په چوکاټ کې وي، د ملي ګټو خلاف نه وي او همداراز د اشخاصو حقوق او خصوصي حریم پکې خوندي وي.

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال کابل ښار کې د امنیتي کامرو په اړه د بښنې نړیوال سازمان څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې افغانستان کې د بمونو له مور څخه استفاده، هېواد کې د نشه‌یي توکو د کرکیلې اوج ته رسول، د مدرسو بمبار، مقدساتو ته سپکاوی، د خلکو د کروندو بمبار او د بې ګناه ماشومانو په شهادت رسول د حقونو نقض نه ګڼل کېده او اوس چې د افغانستان مشروع حکومت غواړي د امنیت تامین، د قانون حاکمیت، په عمومي ځایونو او جوماتونو کې د مزدورو اشخاصو د خرابکارانه اعمالو مخنیوي لپاره په ښار کې امنیتي کامرې نصب کړي د اشخاصو د حقونو نقض ګڼل کېږي؟

که چېرې د امنیتي کامرو نصب د اشخاصو د حقونو نقض وي، نو تاسو خو له اسلامي امارت څخه وړاندې د امنیتي کامرو نصب په اړه اقدام کړی، نو پر انساني حقونو اصلی تېري کوونکي تاسو یاست.

مولوي عبدالسلام حنفي د عمومي بښنې موضوع ته په اشارې ویلي؛ د اسلامي امارت تر حاکمیت وروسته تر ټولو مهمه موضوع د امیر المؤمنین شیخ القران والحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله له لوري د عمومي بښنې اعلان و، چې پر اساس یې هېڅوک حق نه لري د شخصي مسایلو لپاره غچ واخلي او په تاریخ کې دغه کار یوازې د اسلام پر وخت شوی او په نورو جګړو کې یې ساری نشته.

نوموړي زیاته کړې، دغه فرمان لا هم د تطبیق په حال کې دی او که چېرې کومه پېښه کېږي اسلامي امارت هغه یو جرمي عمل بولي او هر څوک چې دغه عمل ترسره کړي محاکمو ته معرفي کېږي.

ښاغلي حنفي په ټینګار سره ویلي، چې خوشبختانه د اسلامي امارت تر حاکمیت وروسته د نشه یي توکو کرکیله، سوداګري او قاچاق منع شول، روږدي کسان جمع شول او د هغوی د درملنې په برخه کې اقدامات وشول او انکشافي پروژې هم پلې شوې، خو د دایمي ثبات او امنیت د تامین، د نشه یي توکو له منځه وړو او د ځوانانو د اقتصادي کډوالو مخنیوي لپاره لازمه ده چې د ټاپي، کاسا زر، ټاپ او د پلخمري د سرخان په څېر لویې پروژې عملي شي او له هغو هیوادونو څخه چې په تېرې شل کلنې جګړې کې دخیل وو وغوښتل چې د اقتصادي پروژو د عملي کولو خنډ ونه ګرځي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال ګاونډیو، د سیمې او تر سیمې هاخوا هېوادونو سره د اړیکو په اړه ویلي، چې اسلامي امارت د احترام او متقابل تعامل او نه مداخلې پر اساس له ګاونډیو، سیمې هیوادونو او له سیمې هاخوا هیوادونو سره نېکې اړیکې غواړي.