ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

افغانستان او قرغیزستان د اقلیمي بدلون او ژویو د ساتنې په برخه کې پر ګډو همکاریو ټینګار کړی

د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې لوی رییس مولوي مطیع‌الحق خالص د قرغیزستان په پلازمېنه بیشکک کې د واورین پړانګ د ساتنې (GSLEP) نړیوال کنفرانس په څنډه کې د قرغیزستان د ایکولوژي او چاپېریال ساتنې له وزیر ماشییف سره کتلي.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د اقلیمي بدلون سره په سازښت او مقابله کې د ګډو او مؤثرو اقداماتو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

د ناستې په ترڅ کې د واورین پړانګ په ګډون د نایابه او له ګواښ سره مخ ژویو د ساتنې، پاملرنې او د تجربو شریکولو پر میکانېزمونو هم بحث شوی. دواړو خواوو د یوې ګډې کمیټې د جوړولو پرېکړه کړې، چې له لارې به یې د یادو برخو موضوعات تعقیب او همکارۍ لا پراخې شي.

د نړیوالو ژویو د ساتنې د کنوانسیون (CITES) په چوکاټ کې د راتلونکي COP20 کنفرانس لپاره د افغانستان د فعال ګډون په برخه کې د قرغیزستان د ملاتړ او هڅو یادونه شوې او دواړو هېوادونو ژمنه کړې، چې د کنوانسیون د اهدافو د پلي کېدو لپاره به ګډ کار ته دوام ورکوي.

په پای کې افغان لوري د قرغیزستان له لوري د GSLEP نړیوال کنفرانس د ښه تنظیم، همغږۍ او کوربه‌توب له امله مننه کړې او د دوی هڅې یې ستایلې دي.

یاده لیدنه د افغانستان او قرغیزستان ترمنځ د چاپېریالي همکاریو د پیاوړتیا او د ګډو هڅو پر بنسټ د موثرو پروګرامونو د پرمختګ لپاره یو مهم ګام بلل شوی دی.