ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د هېواد په ټولو ولایتونو کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله اختریز پیغام ووېشل شو

د ځايي مسولینو او چارواکو له لوري د هېواد په ټولو ولایتونو او ولسوالیو کې د نېکمرغه لوی اختر په مناسبت د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله پيغام په هېوادوالو او ولسونو ووېشل شو.

ځايي چارواکي وايي، چې یاد اختریز پیغام یې ټولو سیمو ته لېږلی، تر څو خلک یې ولولي او په ورځني ژوند کې یې عملي کړي.

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله په اختریز پيغام کې د هېوادوالو د ټولو حقونو د ساتنې تر څنګ د عدالت پر لا ښه پلي کولو، د امنیتي او ملکي کارکوونکو خپلو کړنو ته پر لا پاملرنه، ابادۍ، کډوالو ته په غوره خدمتونو وړاندې کولو او نورو مهمو برخو ټینګار شوی دی.

په دې اختریز پیغام کې پر شتمنو او سوداګرو غږ شوی، چې د هېواد پر ځان بسیاینه کې رغنده رول ولوبوي او له اقتصادي ارګانونو یې د پوره ملاتړ غوښتنه کړې ده.

په یاد پیغام کې د الهي احکامو د پلي کولو تر څنګ د اسلامي نظام د پیاوړتیا، د ټولنیزې هوساینې د تامین او له خلکو سره د مسولینو د ښه او مسولانه چلند په تړاو مهمې او ارزښتناکې سپارښتنې شوې دي.

د دې تر څنګ د مدرسو طالب العلمانو، د پوهنتونو محصلینو او د مکاتبو زده کوونکو ته سپارښتنه شوې، چې ټول خپلو درسونو او مسولیتونو ته متوجه شي. د استاذانو، کتابونو او علم احترام وساتي، د ورته مهیا شوي فرصت قدر وکړي او ښه استفاده ترې وکړي.

دغه‌راز اسلامي امارت یو ځل بیا د فلسطین له مظلومو خلکو ملاتړ اعلان کړی، پر فلسطینیانو یې د صهیونیستانو ظلم او زور زیاتی په کلکه غندلی او د سملاسي بندېدو غوښتنه یې کړې ده.

هېوادوالو له ولسونو سره د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله له شفقت څخه د مننې تر څنګ په ټولو برخو کې د اسلامي امارت هڅې ستایلې او د خپل نظام په ساتنه او ملاتړ یې ټینګار کړی دی.

دوی د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د اختریز پیغام هرکلی کړی او ژمنه یې کړې، چې اختر به د اسلامي اصولو په رڼا کې نمانځي او د هېواد لا پرمختګ او ابادۍ لپاره به خپلې هڅې جاري ساتي.