د چاپېریال ساتنې ملي ادارې لوی رییس مولوي مطیعالحق خالص او مل پلاوي د قرغیزستان په پلازمېنه بیشکک کې د واورین پړانګ د ساتنې (GSLEP) عمومي کنفرانس په څنډه کې د پاکستان د اقلیم بدلون او چاپېریال ساتنې له وزیري شزرا منصب علي خان سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې دواړو هېوادونو د وحشي ژویو او حیواناتو د ناقانونه قاچاق پر وړاندې د ګډې مبارزې هوکړه کړې او پرېکړه یې کړې، چې په دې برخه کې به یوه ګډه کمیټه جوړوي.
یاده کمیټه به د ناقانونه ښکار او قاچاق د مخنیوي ترڅنګ د نړیوالو صندوقونو او چاپېریالي پروژو د جذب او همغږۍ په برخه کې هم فعالیت کوي.
په دې ناسته کې دغهراز دواړو لوریو د ګډو اقلیمي ستونزو د حل لپاره پر همکارۍ ټینګار کړی.
هغوی ژمنه کړې، چې د اقلیمي بدلون پر وړاندې به ګډ ګامونه پورته کوي او د سیمې په کچه به د ګډو چاپېریالي هڅو ملاتړ ته دوام ورکوي.
یادې لیدنې ته د دواړو هېوادونو د چاپېریال ساتنې په برخه کې د نوې فصل د پیل په سترګه کتل کېږي، چې له مخې یې دواړه هېوادونه د سیمې د چاپېریال خوندیتوب لپاره اغېزناک اقدامات کولای شي.

