ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

حضرت عمر زاخیلوال: د اسلامي امارت په راتګ سره په تمامه مانا امنیت ټینګ شوی

حضرت عمر زاخیلوال په خپله تازه مرکه کې ویلي، چې د اسلامي امارت په راتګ سره افغانستان کې په تمامه مانا امنیت ټینګ شوی او افغانان باید له رامنځته شوي فرصت څخه ګټه واخلي.

ښاغلي زاخېلوال زیاته کړې؛ اسلامي امارت د سیاسي تحولاتو پر مهال وضعیت ښه کنټرول کړ او دا کړنه یې د ستایلو وړ ده.

د نوموړي په وینا؛ شل کاله له اسلامي امارت څخه د هېوادوالو د ویرولو لپاره تبلیغات وشول، خو دوی هم افغانان دي فکر یې معلوم دی، زموږ او دوی په فکر کې دومره توپیره نشته کوم چې موږ له لرې قضاوت کاوه.