ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کابینې ۴مه غونډه؛ د زرهي وسایطو او وسلې ګرځولو اړوند د پلاوي نظر تایید شو

د روان هجري قمري کال د کابینې په څلورمه غونډه کې د زرهي وسایطو او وسلو ګرځولو د جواز څرنګوالي اړوند د ګمارل شوي پلاوي نظر تایید او اړوندو ادارو ته د جواز کارتونو د جوړولو او صادرولو دنده وسپارل شوه.

دا غونډه چې د ښاغلي رییس الوزراء‌ الحاج ملا محمد حسن اخند په مشري د صفرالمظفر ۱۳مه (سنبلې۷مه) دایره شوه، د قرآن کریم له تلاوت او مقدماتي خبرو وروسته پر اجنډا بحث وشو.

په دې ناسته کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزارت په مشري یوه پلاوي ته دنده وسپارل شوه، چې د یاد وزارت له لوري د برېښنايي سیستم د جوړولو او ټولو امارتي ارګانونو له لوري يې د ګټې اخیستنې موضوع هر اړخیزه وڅېړي او پایله دې يې د ریاست الوزرا‌ء‌ له عالي مقام سره شریکه کړي.

د افغانستان اسلامي امارت د کابینې په دې غونډه کې د ګرځنده ټيلیفوني دستګاوو د پراختیا او ثبت سیستم د مقرراتو د تنظیم طرحه تایید شوه.

دغه راز د افغان پست امارتي شرکت لپاره د ۲۰۰ عرادې موټرسایکلونو اخیستلو قرارداد تایید شو او ماليې وزارت ته يې د دې قرارداد د مبلغ ورکړې دنده وسپارله.