ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اسراییلو کې د اریتریا حکومت د ملاتړو او مخالفینو تر منځ نښتو کې لسګونه کسان ټپیان شوي

د راپورونو پر اساس د اسراییلو په تل ابیب کې د اریتریايي‌ پناه غوښتونکو خپلمنځي او له امنیتي ځواکونو سره په نښتو کې لږ تر لږه ۱۵۰ کسان ټپي‌ شوي.

په یادو ټپیانو کې ۳۰ اسراییلي پولیس هم شامل دي.

ویل کېږي، چې ځینې ټپیان په مرمیو وېشتل شوي، د ځینو نورو ټپونه ژور او وضعیت یې نازک ښودل شوی دی.

دا وضعیت تل ابیب کې د اریتریا سفارت له لوري د ۱۹۶۱ کال د سپټمبر د لومړۍ نېټې انقلاب په مناسبت جوړ شوي جشن پر مهال رامنځته شوی، چې د اریتریا حکومت د یو شمېر مخالفینو له لوري یې د ګډوډولو هڅه شوې ده.

وروسته بیا د دواړو اړخونو تر منځ نښته رامنځته شوې، چې د پولیسو له لوري یې د خورولو په موخه هوايي ډزې شوې، اوښکې بهوونکی ګاز او غږیز لاسي‌بمونه کارول شوي دي.

د ځینو احتجاج کوونکو له لوري پر پولیسو د ډبرو ګوزارونه هم شوي او په ځینې ځایونو کې یې اورونه لګولي دي.