ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ټرمپ پر اوکراین د روسیې وروستي بریدونه غندلي

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر اوکراين د روسیې وروستي بريدونه غندلي او پخپل روسي سیال ولادمیر پوتین یې نیوکه کړې او “بشپړ لېونی” یې بللی دی.

روسي ځواکونو تېر ماښام پر اوکراین ۳۶۷ ډرون او توغندیز بریدونه کړي، چې لږ تر لږه ۱۳ کسان پکې وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي. دا د اوکراین په جګړه کې تر ټولو لوی شپنی برید ګڼل شوی دی.

ټرمپ پر خپله تولنیزه رسنۍ (ټروت سوشل) خپل روسیی سیال ولادمير پوتین “بشپړ لېونی” بللی او هغه یې د ډېرو خلکو په وژنه تورن کړی دی.

نوموړي لیکلي: “ما تل ویلي چې هغه یوه برخه نه، بلکې ټول اوکراین غواړي، ښايي دا ريښتیا ثابته شي. که داسې وکړي دا به د روسیې د سقوط لامل شي.”

د اوکراین هوايي ځواکونو ویلي، روسي ځواکونو تېر ماښام ۲۹۸ ډرون او ۶۹ توغندیز بریدونه کړي، چې ۲۶۶ ډرون او ۴۵ توغندي یې شنډ کړي.

سربېره پر دې ټرمپ د اوکراین پر ولسمشر ولادیمير زېلینسکي هم نیوکې کړې او ویلي یې دي: “زېلینسکي چې په کومه لهجه خبرې کوي، د هېواد په ګټه یې نه دي.”