د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رییس ملا بخت الرحمن شرافت او مل پلاوي د افغانستان د اوسپنې پټلۍ پراختیا لپاره د ایراني کنسرسیوم اړوند کمپنیو له رییسانو سره لیدنه کړې.
دې لیدنه کې د کنسرسیوم اړوند کمپنیو له لوري د افغانستان د اوسپنې پټلۍ پروژو کې پر پانګونه هر اړخیزې خبرې شوې.
ښاغلي شرافت ویلي، چې د افغانستان اوسپنې پټلۍ اداره د اوسپنې پټلۍ پروژو کې د پانګونې په پار ټولو کمپنیو ته دعوت ورکوي او تر خپل وسه مرسته او همغږي ورسره کوي.
نوموړي زیاته کړې، چې د هرات-خواف اوسپنې پټلۍ څلورمې ټوټې دویم فاز جوړونه د دې ادارې لومړیتوب دی او په جدیت سره دا موضوع مخ ته وړي.
د غونډې په دوام د یاد کنسرسیوم اړوند کمپنیو چې لویه برخه یې ریلي کمپنۍ دي، د خپلو ظرفیتونو، موخو او تخصصي برخو اړوند معلومات وړاندې کړي او ویلي یې دي، چې دوی د اوسپنې پټلۍ اړوند انتقالاتو، حفظ او مراقبت، جوړونې، مدیریت او پراختیا په برخو کې کار کوي او هره کمپنۍ پوره تجربه پکې لري.
دوی زیاته کړې، چې د ایران د اوسپنې پټلۍ په عملیاتي چارو کې مهمه ونډه لري.

