ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

لوګر کې د مڼو حاصلات زیات شوي

د لوګر کرنې او مالدارۍ ریاست مسولینو ویلي، چې سږ کال د مڼو په حاصلاتو کې شاوخوا لس سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د دې ولایت کرنې او مالدارۍ ریاست د ترویج امر محمد رفیع ابراهیمي ویلي، چې د تېر کال په پرتله د مڼو په حاصلاتو کې شاوخوا لس سلنه زیاتوالی راغلی دی، نوموړي په منظم ډول بڼوالو سره همکاري، د بڼوالۍ برخې د پراختیا لپاره هڅې، طبیعي افتونو نشتون او د مڼو په حاصلاتو کې د زیاتوالي عمده لاملونه بللي دي.

د یاد ریاست د نباتاتو مدیر سیدمحمد موسوی زیاته کړې؛ د بڼوالۍ د پراختیا په موخه هڅې روانې دي، چې په دغه لړ کې بڼوالو ته د مرضونو مخنیوي لپاره یو شمېر پروګرامونه پلي شوي دي.

ورته مهال د لوګر  بڼوالو د خپلو حاصلاتو له زیاتوالې خوښي ښودلي او ویلي یې دې، چې د کرنې او مالدارۍ ریاست مسولینو د لوګر له بڼوالو سره دې برخه کې زیاته همکاري کړې ده.

دغه راز یادو بڼوالو د کرنې ریاست له مسولینو غوښتي، چې د سړو خونو د جوړولو ترڅنګ د دوی حاصلاتو ته د بازار موندنې او د اصلاح شوي نیالګو د وېش برخه کې ورته پاملرنه وکړي.

د یاد ولایت کرنې او مالدارۍ ریاست د مسولینو په وینا؛ اوس مهال لوګر کې د نورو میوو ترڅنګ یو زر او۱۰۰ هکتاره د مڼو بڼونه شتون لري، چې تېر کال د سیلابونو او ورښتونو له امله فصلونو او په ځانګړي توګه بڼونو ته زیانونه رسیدلي وو.