د امریکا دفاع وزارت وايي، چې له اوکراین سره د ۲۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت نظامي مرستې کوي.
په دې مرستو کې د هوایي دفاع توغندي، د توپ او سپکو وسلو مرمۍ، د زغرې لرونکو موټرو ضد توغندي او د ماینونو پاکولو او خنډونو لرې کولو وسایل شامل دي.
د اوکراین او روسیې له جګړې وروسته امریکا له کیېف سره د څه باندې ۶۰ میلیارده ډالرو مرستې ژمنه کړې، چې د ۴۳ میلیاردو څخه ډېرې یې نظامي دي.

