ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

شيخ شهاب الدین دلاور: د مس عینک پروژې عملي کول د اسلامي امارت له لومړيتوبونو څخه دي

د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شيخ شهاب الدین دلاور د مس عینک پروژې قراردادي کمپنۍ  MCC لوی ریيس وانګ جي چنګ او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

د کانونو او پټرولیم سرپرست او د MCC کمپنۍ لوی ریيس د مس عینک پروژې د عملي کار پیل, تخنیکي موضوعات او د لرغوني اثار پر انتقال بحث کړی.

په دې لیدنه کې سرپرست وزیر د مس‌ عینک پروژې عملي چارو پېل د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه یاد کړی او ویلي یې دي، چې د مس عینک پروژه دافغانستان خلکو لپاره ډېره مهمه ده او زموږ اساسي موخه د کانونو په سکټور کې د تحرک رامنځته کول او د یادې پروژې ستونزې هوارول دي.

همدارنګ يې زياته کړې، اسلامي امارت ژمن دی، چې ژر تر ژره یاده پروژه کار ته وسپاري، تر څو یې عملي چارې پیل او خلکو ته د کار زمینه برابره شي.

د MCC کمپنۍ رییس زیاته کړې، د مس‌ عينک پروژې د عملي چارو د پيل یواځنۍ ستونزه د لرغونو اثارو شتون او انتقال ياد کړی او ویلي یې دي، یاده کمپنۍ غواړي چې عملي کار پیل کړي.

دغه راز دواړو لورو د یادې پروژې پر فعالیت، د کار پیل او د ستونزو د حل په موخه د  غونډو په دوام ټینګار کړی.