د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کابل ښاروالۍ له سرپرست او مرستیال مولوي عصمت الله عاصم سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې عاصم د کابل ښاروالۍ د فعالیتونو، لاسته راوړنو او راتلونکو پروګرامونو په اړه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته معلومات ورکړي.
نوموړي ویلي، چې کابل ښاروالي د مسولې ادارې په توګه د عامه تاسیساتو او ښاري نظم په ابادۍ او سمسورتيا کې د پام وړ هڅې کړي.
مولوي عصمت الله عاصم زیاته کړې، کابل ښاروالۍ د ښاري ښکلا او سمسورتيا په موخه د ښار د ټولو عمومي او فرعي واټونو، څلور لارو او پلې لارو بیارغولو چارې روانې دي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال، د کابل ښاروالۍ هڅې ستایلي او ویلي یې دې، چې د افغانستان ابادۍ او سمسورتیا لپاره باید ټول افغانان مټې راونغاړي.
مولوي عبدالکبیر ویلي، کابل باید معیاري او اباد ښار وي، دا چاره یوازې په کابل ښاروالۍ نه، بلکې په نورو ټولو مسولو ادارو او کابل ښاریانو پورې اړه لري، چې ټول باید د کابل ښار د بیارغونې، پراختیا او په عصري سهولتونو برابرولو کې ګډه ونډه واخلي.

