د قوشتیپې کانال مسولین وايي، چې د مزار شریف-حیرتان پر لویه لاره د قوش تیپې کانال پر سر تېر شوي د ریل پټلۍ، باروړنکو او مسافر وړونکو موټرو د دوو لویو پلونو د جوړیدو نوې سلنه چارې بشپړي شوي دي.
د مسولینو په وینا؛ د یاد پلونو کارونه یو کال وړاندې پیل شوي وو او په نږدې څو ورځو کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د ملي پراختیا ریاست اړوند د قوش تیپې کانال د تخنیکي چارو انجینر وایي، د دې دواړو پلونو نوې سلنه چارې بشپړي شوې او پاتې کارونه به یې په نږدې څو ورځو کې پای ته ورسېږي.
نوموړی زیاتوي، چې په دې پلونو کې کارول شوي ساختماني مواد د افغانستان خپل تولید دی او د جوړیدو مسولیت یې هم افغان انجینران پر غاړه لري.
دغهراز د قوشتیپې کانال د لمړي فاز چارې پای ته رسېدلي او دا مهال یې د دویم فاز پر کېندلو کار روان دی.
د قوشیپې کانال د منځي اسیا په کچه تر ټولو ستره پروژه بلل کېږي، چې چارې یې نږدې دوه کاله وړاندې د افغانستان اسلامي امارت مسولينو له لوري د کورنیو عوايدو په تمويل پیل شوې.
د یاد کانال چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې د لومړي فاز چارې یې بشپړې او د دویم پر کیندلو کار روان دی.

