اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رییس ملا بخت الرحمن شرافت او ورسره مل پلاوي ایران کې د دې هېواد د اوسپنې پټلۍ ادارې له مشر او د لارو او ښار جوړلو وزارت له مرستیال سید میعاد صالحي سره لیدنه کړې.
دې لیدنه کې یو شمېر مسولینو د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې لوی رییس ملا بخت الرحمن شرافت ملتیا کوله.
د ایران اوسپنې پټلۍ ادارې مشر سید میعاد صالحي دې هېواد ته د افغان هیئت په سفر خوښي ښودلې او ویلي یې دې، هیله لرو چې دغه ناستې د دوه اړخیزه همکاریو د پراختیا لامل شي.
د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې لوی رییس له ایراني لوري څخه په مننې ویلي؛ د ایران هېواد اوسپنې پټلۍ ادارې څخه مننه کوو، چې د خواف–هرات اوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو پیلېدو ته یې ځانګړې پاملرنه کړې ده.
لیدنه کې د خواف – هرات ۳مې ټوټې اوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو په چټکتیا بحث شوی او ایراني لوري افغان هئیت ته ډاډ ورکړی، چې یاد هېواد په دغه برخه کې لازمه همکاري کوي او هڅه کوي له یاد مسیر څخه د انتقالاتو کچه لوړه شي.
همدارنګه دواړه لوریو د دوه اړخیزه ریل پټلۍ همکاریو پر پراختیا ټینګارکړی او د خواف–هرات ۳مه ټوټه اوسپنه پټلۍ د دواړه هېوادونو په اقتصادي پراختیا کې مهمه بلل شوې، چې باید ځانګړې پاملرنه ورته وشي.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې لوی رییس ملا بخت الرحمن شرافت او ورسره مل هیئت د ایران هېواد د اوسپنې پټلۍ ادارې په رسمي بلنه یاد هېواد ته سفر کړی دی.

