د افغانستان ووشو ملي لوبډلې د ایران په ذاهدان ښار کې د کوبه ایران، افغانستان، پاکستان او سریلانکا تر منځ د سولې او دوستۍ جام تر نامه لاندې د ووشو په اسیايي سیالیو کې د برونزو ۴ مېډالونه ګټلي دي. په دې سیالیو کې له افغانستان څخه جمعه خان په ۵۶ کیلو ، میلاد کاکړ په ۷۵، جعفر سلطاني په ۷۰ او عبدالحبیب امیري په ۶۵ کیلو وزن کې خپل سیالان مات او د برونزو مېډلونه یې ترلاسه کړل.
افغانستان په دې سیالیو کې په درېیم مقام کې راغلی دی.
د ووشو ملي لوبډلې په ایران کې د برونزو مېډالونه ګټلي

