ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي احمدالله وثيق: اسلامي امارت د ورزش پیاوړتیا ته ژمن دی

د المپيک ملي کمېټې او سپورټ لوی ریيس مولوي احمد الله وثيق د ورزشي فدراسیونونو له رییسانو او استازو سره په غونډه کې فدراسیونونه د ورزش اساس یاد کړی او تقویې ته یې ژمنتیا ښودلې.

ښاغلي وثيق ویلي؛ چې د ورزش ادارې ته په راتګ سره به يې لومړنى کار د فدراسيونونو ملاتړ او د ستونزو حل وي، دغه راز یې زیاته کړې، چاته به اجازه ورنکړي چې د فدراسيونونو په چارو کې لاسوهنه وکړي.

نوموړي زیاته کړې، چې د نړیوالو معيارونو او اصولو مطابق به د ورزش مسير او پياوړتيا ته کار وکړي.

ښاغلي وثيق په دې غونډه کې ډاډ ورکړی چې اسلامي امارت د ورزش پوره ملاتړ کوي.

نوموړي د المپیک نړيوالي کمېټې او نورو ادارو څخه غوښتي، چې د افغان ورزشکارانو ستونزي په نظر کې ونيسي او د حل په موخه يې لازم اقدام وکړي

مولوي احمد الله وثيق شاوخوا دوې اوونۍ وړاندې د اسلامي امارت رییس الوزرا د حکم په اساس د المپيک ملي کمېټې او سپورټ لوی رياست د نوي رییس په توګه په دنده ګمارل شوی دی.