د کابل ښار رحمان مېنې روغتون کې د خوارځواکه ماشومانو بستر لپاره نوی یونټ پرانیستل شو.
د دې یونټ د پرانیستې په مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د عامه تغذي رییس ډاکټر محمد وزیر حامد د کابل عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر عبدالشافي عاصم او یو شمېر روغتیايي کارکوونکو ګډون کړی و.
د یاد یونټ په پرانیستې سره به د کابل د مرکزي روغتونونو د تغذي په یونټونو د ناروغانو ګڼه ګوڼه کمه او د خوارځواکه ماشومانو مړینه به ورسره راټیټه شي.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د کابل ښار د احمدشاه بابا مېنې روغتون، ایرینا سلیمي روغتون، فرانسویانو روغتون او د دشت برچي روغتون کې د خوارځواکه ماشومانو د بستر کېدو لپاره نوي یونټونه پرانیستل شوي وو، چې ټول په بشپړ ډول وړیا خدمات وړاندې کوي.

