ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي: اسلامي امارت د ملت خدمت خپل مسوليت ګڼي

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د سرپل ولايت له يو شمېر محلي مسولينو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د سرپل امنيه قوماندان مولوي عبدالبصير مظهري د دې ولايت د امنيتي وضعيت او سيمه ييزې حکومتولۍ په اړه د رياست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي.

نوموړي د اشغالګرو پر وړاندې د سرپل ولايت د خلکو د زيار او سرښندنو يادونه کړې او زياته کړې یې ده، چې محلي مسولين خلکو ته د خدمت رسولو او په دې ولايت کې د امنيت تامين لپاره تل هڅې کوي.

مولوي عبدالبصير مظهري همداراز د اسلامي امارت له رهبري څخه غوښتي، ترڅو د سرپل ولايت په لرې پرتو سيمو کې د انکشافي پروژو پلي کولو، کانونو استخراج، اوبو بندونو جوړولو، ښوونې او روزنې، د مجاهدينو وضعيت ته رسيدنه او خلکو ته د کار زمينې برابرولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي له یادو مسولینو سره په لیدني د خوښۍ ښودلو ترڅنګ، د اشغالګرو پر وړاندې مبارزه کې د سرپل ولايت د خلکو د زيار او سرښندنو ستاينه کړې.

د رياست الوزرا اداري مرستيال ویلي، چې ځايي مسولين د غوره خدمتونو وړاندې کولو، نيک چلند او د امنيت تامين مکلفيت لري او په دې برخه کې بايد هېڅ ډول ناغیړي ونه کړي. مولوي عبدالسلام حنفي همداراز د یاد ولایت مسولینو وړانديزونو ته په اشارې ویلي، چې اسلامي امارت د ستونزو لمنځه وړل او خلکو ته د اسانتیاوو رامنځه کول خپل مسووليت بولي او امکاناتو ته په کتو به د يادو ستونزو د حل په اړه اقدام وکړي.