ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کورنیو چارو وزارت له مشرتابه سره د ایراني پلاوي لیدنه؛ افغانستان کې یې د ښه امنیت ستاینه کړې

د کورنیو چارو وزارت مشرتابه د ایران اسلامي جمهوریت د پارلمان غړو په ګډون له راغلي پلاوي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال مولوي نور جلال جلالي د مشرتابه په استازولۍ راغلي پلاوي ته، چې د یاد هېواد پارلمان غړي، د روغتیا وزارت استازی او د سفارت غړي پکې شامل وو ښه راغلاست ویلی او په یو شمېر مسایلو یې خبرې اترې کړې دي.

ښاغلي جلالي ویلي، چې افغانستان له ایران سره ګڼ شمېر مشترکات لري او د یو ګاونډي په توګه یې ټولو مشروع حقوقو ته درناوی کوي.

نوموړي له راغلي پلاوي په دې اړه مننه کړې، چې د ایران اسلامي جمهموریت له کلونو په خپله خاوره کې میلونونو افغانانو ته ځای ور کړی او خوښي یې ښودلې، چې ایران هیڅکله له افغان مهاجرو څخه د سیاسي فشار په توګه کار نه دی اخیستی.

ښاغلي جلالي زیاته کړې؛ هېچاته اجازه نه ورکوو، چې د افغانستان له خاورې ګاونډیو ته امنیتي ګواښ پېښ کړي.

دغه راز د کورنیو چارو وزارت امنیتي ځواکونه په دې بریالي شوي، چې په ټول هیواد کې ورته امنیتي ستونزې له منځه یوسي.

د ایران اسلامي جمهوریت د پلاوي غړو په خپلو خبرو کې د امنیت ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې اسلامي امارت د عاشورا په ورځو کې بې سارې امنیت ټينګ کړی و.

دوی د کورنیو چارو وزارت نشه یي توکو سره د مبارزې هڅې هم ستایلې او له اسلامي امارت سره یې د ښو اړیکو او همغږۍ له امله خوښي څرګنده کړې ده.