ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د رياست الوزرا د دفتر ریيس د تکواندو فدراسيونو مډال راوړونکي ورزشکاران وستايل

ارگ؛ د رياست الوزرا د دفتر ریيس ډاکټر ملا عبدالواسع د تکواندو فدراسيونو مډال راوړونکي ورزشکاران وستايل

د رياست الورزا د دفتر ریيس ډاکټر ملا عبدالواسع د تکواندو فدراسيون هغه شپږ تنه ورزشکاران، چې د جنوبي کوريا له سياليو څخه يې ۱۴ بېلابېل مډالونه راوړي وو، د يوې ليدنې په ترڅ کې تقدير کړل.

په دې ليدنه کې د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست ریيس مولوي احمد الله وثيق، د بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د المپيک ملي کمېټې اجرائيه ریيس داد محمد پاينده اختري، د تکواندو فدارسيون ریيس ډاکټر نجيب الله سکندر، روزونکی بشير ترکی او ځينې نور مسولين شامل وو.

د ليدنې په جريان کې محترم ډاکټر ملا عبدالواسع خوښي څرګنده کړې، چې افغان ورزشکاران نه يوازې په بهرنيو سياليو کې ګډون کوي؛ بلکې د نړۍ په سطحه له يادو سياليو څخه مډالونه او وياړونه هم راوړي.

نوموړي د تکواندو فدارسيون مډال راوړنکو ورزشکارانو او روزونکو ته مبارکي ورکړې او ویلي یې دي، چې تل به د ورزش حمايت کوي او کوښښ به کوي، چې د ورزشکارانو لپاره هم په کور دننه او هم په بهرنيو سياليو کې غوره فرصتونه برابر شي.

ښاغلي ډاکټر عبدالواسع افغان ورزشکاران په نورو هيوادونو کې د افغانستان سفيران ياد کړل او هيله يې څرګنده کړې، چې اسلامي امارت د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې د ټولو ستونزو د حل لپاره هڅې کوي.

په دې ناسته کې د هيواد د ورزش ادارې عمومي رییس مولوي احمد الله وثيق د بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست د بوديجې، بهرنيو سياليو کې د ګډون لپاره لوبغاړو ته د اسانتياوو رامنځته کولو او په مرکز او ولايتونو کې د همغږۍ زياتوالي پر اړه خپلې ستونزې او وړاندېزونه مطرح کړي دي.

ورپسې د تکواندو فدارسيون ریيس داکټر نجيب الله سکندر او د تکواندو لوبډلې غړي محسن رضايي ویلي، چې د افغانستان په تاريخ کې لومړی ځل دی، چې لوبغاړي په دې کچه مډالونه ګټي.

شپږ تنو افغان تکواندو کارانو د جنوبي اسيا په سياليو کې ګډون کړی و، چې نږدې د ۶۰ هيوادنو لوبډلو پکې برخه اخيستې وه، افغان تکواندو کاران وتوانېدل، چې له يادو سياليو څخه ۱۴ مډالونه وګټي، چې دوه پکې د طلا، ۳ د نقرې او ۹ د برنزو مډالونه شامل وو.

همدا ډول د يادې لوبډلې روزونکي بشير ترکي د ۶۰ هيوادونو د روزونکو ترمنځ د غوره روزونکي لقب هم وګاټه.