ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

پروان کې له قومونو سره د یووالي او همغږۍ غونډه تر سره شوې

د سرحدونوو قومونو او قبایلو چارو وزارت یوه لوړ رتبه پلاوي د پروان له قومي مشرانو، دیني عالمانو، ځوانانو او د ولسوالیو له استازو سره د ملت او نظام تر منځ د خواله کولو او  ستونزو اورېدلو په موخه ناسته تر سره کړې.

په دې غونډه کې د یاد وزارت جرګو او قبایلي چارو د هغمږۍمرستیال ملا عبدالخالق عابد او ورسره مل پلاوي، د پروان مرستیال والي مفتي محمد ادریس انوري، دولتي ادارو مسولینو او سلګونه قومي مخورو ګډون کړی وو.

قومي مشرانو د هېواد امنیت او یووالي ستاینه  کړې او د پاشل شویو قومونو تر منځ اتفاق یې د اسلامي نظام لاسته راوړنه بللي.

یادو مشرانو له اسلامي امارت څخه غوښتي، چې د اوبو مهارولو، سرکونو رغولو، برق او نورو انکشافي کارونو ته ځانکړې پاملرنه وکړې.

دغه اراز د دې ولایت مرستیال والي انوري ویلي، چې په اسلام کې سمتي او ژبني تعصب ته ځای نشته او ټول انسانان د یو بدن د غړو په څېر دي.

د یاد وزارت جرګو او قبایلي چارو مرستیال ملا عبدالخالق عابد د اشغال پر وړاندې د ولسونو قرباني ستایلي او دغه راز یې زیاته کړې، چې افغانانو خپلواکي د ډېرو قربانیو په بدل کې ترلاسه کړې ده.

 نوموړي ویلي؛ اسلامي امارت خپلو امکاناتو په کتو هڅه کوي، چې د ملت هوساینې او هېواد د ابادولو په برخه کار وکړي.  

ښاغلي عابد د غونډې ګډونوالو ته ډاډ ورکړی، چې ستونزې به یې د حل په موخه تر اړوندو ادارو ورسوي.