د ټرانسپورټ او هوايي چلند سرپرست وزیر ملا حميدالله اخوندزاده د ازبیکستان هېواد د ټرانسپورټ وزير الهام محکموف او د افغانستان په چارو کې، د یاد هېواد جمهور رییس ځانګړي استازي عصمت الله ایرګشوف سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د ټرانسپورټي او ټرانزیټي چارو پر پراختیا، دوه اړخيزه همکاريو او سهولتونو رامنځته کولو ټينګار کړی.
کابل ته راغلي ازبیکستاني پلاوي ویلي، چې په نږدې راتلونکي کې به لا ډېرو افغاني لاریو او موټروانانو ته ازبیکستان او د دې هېواد له لارې نورو هېوادونو ته د توکو لېږد زمینه برابره کړي.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند سرپرست وزیر ازبیکستاني لوري ته ډاډ ورکړی، چې د یاد هېواد موټرو ته به افغانستان کې هر اړخيزې اسانتياوې برابرې کړي.
همداراز یاد پلاوي د ملا حمیدالله اخوندزاده او د دې وزارت ځینو مسولینو په ملتيا سالنګ ته سفر کړی، چې په دې سفر کې یاد پلاوې د تونل او لویې لارې د بیارغونې له چارو له نږدې ليدنه کړې او دغه لاره یې د جنوبي او منځنۍ اسیا د نښلېدو مهمه لار بللی.

