د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت د استازو مجلس له ٧ کسیز پلاوي سره لیدنه کړې.
د یاد پلاوي مشري جواد کریمي قدوسي کوله.
بهرنیو چارو وزارت وايي، چې دې لیدنه کې د امنیت، نشيي توکو پر ضد مبارزې، قاچاق مخنیوی، سرحداتو د ساتنې او سوداګرۍ په اړه مفصلې خبرې اترې شوې دي.
مولوي امیرخان متقي په یاده لیدنه کې ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت له راتګ سره سم په هېواد کې بشپړ امنیت ټینګ شوی او افغان امنیتي ځواکونه توانیدلي، چې د داعشي فتنه ګرو پدیده له منځه یوسي.
دا سرتاسري امنیت نه یواځې د افغانستان بلکې د سیمې او نړۍ د هېوادونو په ګټه هم دی.
نوموړي زیاته کړې، چې د نشهيي توکو سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان اسلامي امارت اغېزمن ګامونه پورته کړي او د کوکنارو کښت نېږدې صفر ته راښکته شوی دی.
د ښاغلي متقي په وینا؛ د تېر امارت پر مهال افغانستان یواځې د زرګونو په تعداد کې معتادین درلودل، خو د ٢٠ کلن اشغال په موده کې دا شمېر تر ۴ میلیون کسانو پورې ورسید، چې د افغانستان اسلامي امارت يې تداوي پيل کړې او په دې وروستیو څو میاشتو کې یې لسګونه زره په نشهيي توکو روږدي تداوي کړي او دغه چاره دوام لري.
د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د ګاونډيو هېوادونو په شمول د سیمې له هیوادونو سره سوداګري او ترانزیت روان دی او افغانستان اوسمهال د هیوادونو تر منځ د اتصال په مرکز بدلیدونکی دی.
نوموړي ټينګار کړی، چې افغانستان د ایران د صنعتي توکو لپاره ښه مارکيټ دی، نو لازمه ده چې افغانستان او ایران د سوداګرۍ او ترانزیت په برخه کې لا اسانتیاوې رامنځته او له دې فرصت څخه پوره ګټه واخلي.
د ایران د استازو مجلس غړو په دې ناسته کې ویلي، چې د قاچاق مخنیوي، سرحدي ستونزو مدیریت، غیرې مجاز خلکو د تګ راتګ مخنیوي په اړه باید دواړه لوري په ګډه کار وکړي او د حل لار ورته ومومي.
دوی همدا راز زیاته کړې، چې ایران به په ګڼو مواردو کې د افغانستان له اسلامي امارت سره خپلې تجربې د استفادې په موخه شریکې کړي.

