ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

هرات صرافان لوبډلې د کندهار فوټبال سیالیو اتلولي وګټله

هرات صرافانو لوبډلې د چمن پاک افغان لوبډلې ته تر ماتې ورکولو وروسته د کندهار عينو مېنې فوټبال سياليو اتلولي په خپل نوم کړه.

د دې سياليو د پايلوبې مراسمو کې د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریيس مولوي احمدالله وثيق د هرات صرافانو او چمن پاک افغان لوبډلو لوبغاړو ته د لومړي او دويم مقام ګټلو مبارکي ورکړې او ویلي یې دی، چې افغانستان په نړۍ کې د ساري امن څښتن دی او د همدې امن له برکته زرګونه خلک د شپې تر ناوخته د دې سياليو ننداره کوي.

نوموړي زیاته کړې، چې هېواد کې په بېلا بېلو سپورټي برخو کې تر لس لکه زيات لوبغاړي په سپورټ بوخت دي او دا د دې غوره ثبوت دی، چې د اسلامي امارت له ورزشکارانو او ورزش څخه په پوره مانا ملاتړ کوي.

ښاغلي وثيق د کندهار او ټول هېواد ورزشکارانو ته د قوي ملاتړ ډاډ ورکړی او د شته ستونزو د حل ژمنه یې ورسره کړې ده.

دا لوبې چې څه موده وړاندې د کندهار ولایت عینو مېنه کې د ۸ لوبډلو تر منځ پیل شوې وې، تېره شپه په یوه جذابه سیالۍ پای ته ورسېدې.

د دې سیالیو پایلوبې ته د هرات صرافان او د چمن پاک افغان لوبډلو لار موندلې وه، چې هرات صرافان پکې سیالې لوبډلې ته په فینالېټي کې ۵ – ۲ ماته ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

بصیر احمد د دې سیالیو غوره لوبغاړی شو.