د راپورونو پر اساس د ډنمارک حکومت پارلمان ته یوه طرحه وړاندې کړې، چې له مخې به یې دې هېواد کې قرانکریم او مذهبي مقدساتو ته سپکاوی ناقانونه عمل او جرم وګڼل شي.
د یاد هېواد عدلیې وزیر رسنیو ته ویلي؛ حکومت داسې یو قانون وړاندې کوي، چې پر اساس به یې له مذهبي مقدساتو سره ناسم چلند منع کړل شي.
نوموړي زیاته کړې، چې د قرانکریم سوځول له سپکاوي ډک او ناوړه عمل دی.
ویل کېږي د دې طرحې له مخې به هغه کسان جریمه یا دوه کاله زنداني شي، چې مذهبي مقدساتو ته سپکاوی وکړي.

