ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د میدان‌وردګو عامې روغتيا رياست کې د ساین نيل سېټ روغتیايي پروژه پرانیستل شوه

د میدان‌وردګو عامې روغتيا رياست ولایتي روغتون کې د پروفیسور ډاکټر اسماعيل وردګ په مرسته د ماتو هډوکو رغونې سېټ (ساین نيل سېټ) پروژه پرانيستل شوه.

پروفیسور اسماعيل وردګ چې افغانستان کې د ساین پروژې مسول او د افغان طبي الې جوړونکی دی، وايي؛ تر دې مهاله مو هېواد کې ۱۵ زره د ماتو هډوکو ناروغان د عملياتو په وسیله تداوي کړي دي.

نوموړی زیاتوي، چې دا پروژه د هېواد په ۲۰ روغتیايي مرکزونو کې فعاليت لري او نن به يي د میدان‌وردګو په شمول غزني کې هم پرانیزو.

د ډاکټر اسماعیل وردګ په وینا؛ افغان طبي اله چې د زنګانه هډوکي په جوړېدو کې مرسته کوي، اوس مهال له هېواده بهر هندوستان، پاکستان،امریکا، او فلیپین هېوادونو کې ډاکټران ګټه ترې اخلي.

د میدان وردګو والي قاري بختيار معاذ له ښاغلي وردګ مننه کړې، چې د خپل استعداد نه په ګټه اخیستلو سره یې د افغانانو سربېره نړیوالو ته هم ګټه رسولې ده.

نوموړي ویلي، هڅه مو داده چې د میدان وردګ ولایتي روغتون ته ارتقا ورکړو، تر څو د څنګلورو ولایتونو ناروغان هم دلته تداوي شي.

د عامې روغتيا رييس ډاکټر محمد زرک زیرک ویلي، چې په دې پروژه کې ټرینینګ شوي ډاکټران به د میدان‌وردګ ولایت په ټولو ولسواليو کې په وړیا ډول د ماتو هډوکو د ناروغانو درملنه وکړي.