د افغانستان تکواندو ملي لوبډله جنوبي کوريا کې په درېوو نړيوالو سياليو کې تر لوبېدو او ١٤ مډالونو ګټلو وروسته هېواد ته راساتنه او د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست له لوري د يوې غونډې پر مهال ستایل شوې.
په دې تړاو جوړو شوو مراسمو کې د المپيک ملي کمېټې او سپورټ لوی رییس مولوي احمدالله وثيق، د ياد رياست مسوولينو، ورزشکارانو او د رسنيو مسوولينو ګډون کړی و.
د هېواد د المپيک ملي کمېټې او سپورټ لوی رییس مولوي احمدالله وثیق ګډونوالو ته د ښه راغلاست او تکواندو ملي لوبډلې د ترلاسه کړيو برياوو د مبارکۍ ترڅنګ ویلي؛ خوښ يم چې افغان ورزشکارانو په دې نړيوالو سياليو کې د يو جنګ ځپلي هېواد ښه استازولي او حقيقي انځور نړيوالو ته وړاندې او په نړیوالو رسنيو کې يې ځانونو د خبرونو سرټکي وګرځول.
ښاغلي وثیق زیاته کړې، “ورزش د هېوادونو، ملتونو، قومونو او سمتونو د يووالي نښه ده، چې پکې د هر سمت، هرې ژبې او هر هېواد ورزشکاران له کوم توپير پرته لوبې کوي او بريا ته ځان رسوي.”
د المپیک ملي کمېټې او سپورټ لوی رییس ویلي، چې ورزش ته تردې وړاندې کار شوی د لا پرمختګ لپاره یې هڅه کوو چې دې برخې ته د اسلامي امارت د مشرانو پاملرنه زیاته کړو.
د یادوني وړ ده چې د افغانستان تکواندو ملي لوبډله د جنوبي کوريا په درېو نړيوالو سياليو “کیم اونیونګ کپ”، “چون چان اوپن” او د “جنوبي کوریا د تکواندو نړيوالو فسټوال” کې تر لوبېدو وروسته له١۴ مډالونو ګټلو سره هېواد ته راساتنه شوې، چې په دې کې ۲ د سرو زرو، ۳ د سپینو زرو او ۹ د برونزو مډالونه شامل دي.

